میرضیایف: د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو له امله له افغانستانه د نړیوالې ټولنې پام اوښتی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان د روان وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې د نړۍ په نورو برخو کې د شخړو له امله له افغانستانه د نړیوالې ټولنې پام اوښتی دی.

میرضیایف د شنبې په ورځ د جولای په شپږمه په شوشا کې د ترک توکمو هېوادونو د همکاریو د شورا په غونډه کې د وینا پر مهال له افغانستان سره د مرستو د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

د ده په وينا، د افغانستان وضعيت د نړيوالې ټولنې له پامه غورځول شوى دى.

د ازبکستان ولسمشر د افغانستان له خلکو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان د مالي زېرمو د کنګل حالت پای ته رسیدا به هلته وضعیت ښه کړي.