راپور: په افغانستان کې د سېلابونو له کبله تر راروانې سپټمبر میاشتې د قحطۍ خطر شته

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د قحطۍ د اټکل یوه نړیواله اداره وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله تر راروانې سپټمبر میاشتې پورې د قحطۍ خطر شته.

د امریکا د نړیوال پرمختګ د ادارې اړوندې د قحطۍ د خبرداري شبکې په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې وروستیو سېلابونو چې د دوامدارې وچکالۍ نښه ده او د لویو اقتصادي فعالیتونو د نشتوالي له وجې خلک خوړو او عوایدو ته لاسرسی نه لري.

په راپور کې یادونه شوې چې د افغانستان په شمال ختیځو، شمالي او جنوبي سیمو کې ښايي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

نوموړې اداره اټکل کوي چې د دې قحطۍ اغېز ښايي په ځینو سیمو کې د سږني کال له اکټوبر څخه نیولې د ۲۰۲۵م کال تر جنوري میاشتې پورې دوام ورکړي.

په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او تېرو جګړو له کبله هسې هم د خلکو د عوایدو کچه ټیټه ده او د هغو خلکو شمېر چې د نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري د ټولو وګړو له نیمایي اوړي.