د طالبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم په وزارت او نورو وزارتونو او ادارو کې یو لړ بدلونونه اعلان کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا پر خپله ایکسپاڼه د طالبانو د لوی مشر هبتالله آخندزاده یو فرمان خپور کړ چې له مخې یې د افغانستان بانک پخوانی سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د شهاب الدین دلاور پرځای د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر او دلاور د سرې میاشتې د ریاست د سرپرست په توګه ګومارل شوي دي.
همداراز د افغانستان بانک پخوانی مرستیال د افغانستان بانک د سرپرست رییس په توګه ټاکل شوی دی.
په عین حال کې د سرې میاشتې مخکینی سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د سرپرست او د سرې میاشتې پخوانی سرپرست رییس مطیعالله خالص د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د سرپرست په توګه په دنده ګومارل شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت او یو شمېر نورو ادارو کې هم د معینانو او مرستیالانو په کچه نوې ټاکنې شوي، خو اکثر کسان پخواني چارواکي دي چې له یوې دندې څخه پر بله یوه ګومارل شوي دي.