د روسیې لس پهلوانان د پاریس په المپیک سیالیو کې ګډون نه کوي

ارشیف

د روسیې د پهلوانۍ فدراسیون وايي، د روسیې لس تنه پهلوانان چې د پاریس په المپیک کې د ګډون اجازه ورکړل شوې وه، په دې المپیک کې له ګډون څخه ډډه کوي ځکه ځینې مخکښ روسي پهلوانان له هغې ډلې عبدالرشید سعدلایف چې د سروزرو دوه مډالونه لري او د ۲۰۲۳م کال د پهلوانۍ اتل زائور بېګ سیداکوف د دې لوبو له فهرست څخه حذف شوي دي.

د روسیې د پهلوانۍ فدراسیون پرون وویل چې د المپیک لوبو ته د لوبغاړو د غوره کولو په اړه د المپیک د نړیوالې کمیټې اصل ورته د منلو وړ نه دي.

د ۲۰۲۳م کال په ډسمبر میاشت کې د المپیک نړیوالې کمېټې د روسیې او بېلاروس ورزشکارانو ته اجازه ورکړه چې د پاریس په المپیک کې د خپلواکو لوبغاړو په توګه له ملي بیرغ او ملي سرودو پرته ګډون وکړي.

دوی ته به همداراز دا اجازه هم نه وي چې د لوبو د پرانیستونکو مراسمو په پرېډ کې ګډون وکړي.

په تېره یوه لسیزه کې روسیه لومړی د ډوپنګ د تورونو او ورپسې د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین د غیرموجه یرغل له کبله له انزوا سره مخامخ ده.