د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې د مسعود پزشکیان په بریا د مبارکۍ پیغامونه ورکړي.
له دې ډلې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هیله ښودلې چې د پزشکیان په دوره کې د ایران او افغانستان تر منځ دوستانه روابط لا زیات ټینګ شي.
ډاکتر عبدالله عبدالله د پزشکیان په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ایران د میلیونونو افغانانو کوربه دی او خپلې بشري مرستې کوي.
د سعودي عربستان مشرتابه، د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړه او هیله یې ښودلې چې دا بریا د دواړو هېوادونو د اړیکو ودې ته زمینه برابره کړي.
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.
سعودي عربستان او د هغه سیمهییز رقیب ایران چې په یمن او سوریه کې د مخالفو جهتونو ملاتړ کوي، تېر کال د چین په منځګړیتوب خپلې اړیکې عادي کړې.
د سعودي عربستان دولتي اژانس ایسپياې (SPA) خبر ورکړی چې ملک سلمان پزشکیان ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلوماتیکې اړیکې دوام ومومي.