د حماس تر ولکې لاندې روغتیا وزارت: په غزه کې د وژل شویو شمېر ۳۸زره ۹۸ ته ورسېد

د غزې په خان یونس کې د جګړو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د نهه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۳۸زره ۹۸ ته ورسېد.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په وژل شویو کې هغه ۸۷ کسان هم شامل دي چې د وزارت په وینا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې وژل شوي دي.

له کله چې د اکټوبر پر اوومه د حماس او اسراییل ترمنځ په غزه کې جګړه پیل شوې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۸۷زره ۷۰۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر ۷مه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.