د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې خلکو ته سپارښتنه کړې چې په ډینګي تبې د نه اخته کېدو لپاره ځینې ټکي په پام کې وساتي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په یوه اطلاعیه کې لیکلي چې خلک دې د اوبو ساتلو ټول زاړه شیان لکه بوتلونه، قوطۍ ګانې او نور توکې لیرې واچوي، هره اوونۍ دې د اوبو ساتلو لوښي تش، پاک کړي او ومینځي.
د روغتیا نړیوال سازمان، له خلکو غوښتي چې د اوبو د ذخیرې وسایل دې وپوښي، د اوبو هغه وسایل دې چې نه یې کاروي سرچپه کېږدي اوبه دې نه په کې پرېږدي، ویالې، ډنډونه او کنارابونه دې پاک کړي او د ګلدانونو اوبه دې بدلې کړي.
ډینګي تبه هغه ناروغي ده چې له یو ډول غوماشې څخه انسان ته انتقالېږي او پر روغتیا ناوړه تاثیر کوي.
د ډينګي تبې ناروغي، له والګي یا ریزش څخه پیلېږي چې ورو ورو سختېږي او که پر وخت یې درملنه ونه شي ناروغ د مرګ تر سرحده رسوي.