په کابل کې د درېیو طالب وسله‌والو د وژلو او یوه ټپي کېدو ادعا شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولایت موقعیت

د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې پرون یې وسله‌والو د کابل پر دهمزنګ سړک د طالبانو پر سرحدي بدري قطعې حمله کړې او د طالبانو د دې قطعې یو مشکوک مشر عبدالله عمري یې له دوو نورو طالب وسله‌والو سره وژلی او بل تن ټپي کړی دی.

طالبانو د دې ادعا په باب څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو هم دغه ادعا په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.

یاده جبهه د افغانستان په یو شمېر سیمو کې کله ناکله پر طالبانو د بریدونو راپورونه ورکوي.