د فوټبال د یورو کپ په دویمې منځلوبې کې فرانسې د پینالټي شوټونو په پړاو کې پرتګال ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.
د جمعې په شپه ناوخته د جرمني په کوربتوب د فرانسې او پرتګال ترمنځ د کوارټرفاینل سیالي د لوبې د اضافي وخت په لوبولو سره هم مساوي روانه وه.
د پینالټي شوټونو په پړاو کې د فرانسې لوبغاړو ۵ ګولونه ووهل، خو د پرتګال درې لوبغاړو ګول ترسره کړ او دوه په ګول وهلو بریالي نشول.
دا سیالي فرانسې ۵-۳ وګټله او نیمه پایلوبې ته ورسېده چې د جولای په ۹مه نېټه به له هسپانیې سره مخ شي.
په دې سیالۍ کې د فوټبال دوه مخکښو لوبغاړو ګیلین ایمباپې د فرانسې او کرېسټیانو رونالډو د پرتګال لوبډلمشري کوله.
ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د جولای په ۶مه نېټه د کوارټرفاینل دوه نورې سیالۍ ترسره شي، لومړۍ سیالي به د انګلستان او سویس ترمنځ او دویمه به د نیدرلینډ او ترکیې ترمنځ وي.
تمه ده چې د یورو کپ پایلوبه د جولای په ۱۴مه نېټه ترسره شي.