چین او تاجکستان په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ

د چین او تاجکستان بیرغونه

چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ.

دواړو هېوادونو پرون په دې اعلامیه کې وویل، په دغسې یوه حکومت کې باید بېلابېلې قومي، مذهبي او سیاسي ډلې حضور ولري.

دغو هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان باید یو خپلواک، بې‌طرفه، متحد، ټولګډونه، سوله‌ییز او له تروریزم، جګړې او مخدره موادو پاک هېواد وي.

چین او تاجکستان دغه راز د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي دي.

دغه ګډه اعلامیه تاجکستان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ تر سفر او په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته خپره شوې ده.