حماس تمه لري څو په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره ژر له اسراییل ځواب ترلاسه کړي

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د عملیاتو یو انځور

د حماس ډلې، چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي یو مخکښ مشر وايي، دوی تمه لري چې په غزه کې د جګړې د درېدو لپاره ژر له اسراییل ځواب ترلاسه کړي.

د حماس دغه چارواکي اسامه حمدان د فرانسې خبري اژانس ته پرون ویلي، ممکن دغه ځواب نن شنبه سهار دوی ته ورسېږي چې ورسره په غزه کې جګړه ودرول شي او د یرغمل شویو خلاصون ته زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د اسراییل مرکچیان چې مشري یې د استخباراتي ادارې مشر ډېوېډ برنیا کوي، په دوحه کې له قطري منځګړو سره له خبرو وروسته پرون خپل هېواد ته روان شول.

د حماس ډلې لوړرتبه چارواکي اسامه حمدان ویلي، د حماس ډلې پوځي څانګه لا هم په ښه وضعیت کې ده او د اسراییلي ځواکونو په وړاندې د جګړې توان لري.

په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل.