د اسراییل د استخباراتو رییس قطر ته د اوربند او یرغملو د خلاصون په موخه سفر کوي

د اسراییل د استخباراتو د ادارې رییس ډیویډ بارني

د اسراییل د استخباراتو د ادارې رییس ډیویډ بارني قطر ته ځي چې په غزه کې د اوربند او د یرغملو د خلاصون لپاره خبرې له سره پیل کړي.

دا خبره یوې باخبرې سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط رویترز خبري آژانس ته کړې او ویلي یې دي چې ښایي خبرې نن ترسره شي.

دغې سرچینې ویلي چې بارني به د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره چې هڅه کوي چې اسراییل او حماس سره نژدې کړي، وګوري.

امریکا او اروپایي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

په عین حال کې د لبنان حزب‌الله ویلي چې د دوی مشر سعید حسن نصرالله ، د حماس له جګپوړي چارواکي خلیل الحیه سره په کتنه کې د غزې تړانګې پر وروستي وضعیت او د یوه اوربند په اړه خبرې کړې دي.

حزب‌الله او اسراییل د تېر کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې پر اسراییل د حماس له برید وروسته په غزه کې جګړه پیل شوې، په خپلو کې نښتې کړې دي.

د دوی دواړو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره د دې ویره زیاته شوې چې ښایي په سیمه کې د جګړې لمن پراخه شي.