د خیبرپښتونخوا ایالت د مردان ښار په جلاله پل سیمه کې نن په یوې چاودنه کې درې کسان وژل شوي او د دوو پولیسو په ګډون اته کسان ژوبل شوي دي.
د مردان د پولیسو مشر ظهور افريدي ویلي چې له دغه پله سره له وړاندې چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي وو چې د پوليسو د یوه موټر د تېرېدو په وخت پرې چاودلي.
په ژوبل شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
ټپیان د درملنې لپاره د مردان روغتون ته انتقال شوي دي.
د مردان د پوليسو په وينا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
د دې پېښې مسولیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.