اوچا: د افغانستان په لوېدیځ کې بارانونو او سېلابونو نژدې ۴۰زره کسان زیانمن کړي

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانستان په لوېدیځ کې د مې میاشتې له لومړیو راهیسې سختو بارانونو او سېلابونو نژدې ۴۰زره کسان زیانمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د اوچا څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې سېلابونو ډېر زیان کورونو، کرنیزو محصولاتو او څارویو ته رسولی دی.

اوچا وایي، که څه هم له زیانمن شویو ټولنو سره څه بېړنۍ مرستې شوي، خو دوی د اوږدمهاله ملاتړ په شمول زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان یو شمېر ولایتونه نن او سبا هم د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ دي.

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو په ګډون د افغانستان په ځینو سیمو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست او زابل د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې ده.

د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.