اسراییل له حماس سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استولی

د اسراییل بیرغ

د اسراییل یو چارواکی وایي چې دې هېواد له حماس سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی استولی دی.

دې چارواکي د خپل نوم د نه افشا کېدو په شرط پرون پنجشنبې څو خبري آژانسونو ته ویلي چې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپل هېواد له مذاکره کوونکي ټیم او د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د یوه اوربند په اړه خبرې کوي.

د بایډن اداره له څو میاشتې راهیسې د اسراییل او سخت دریځي حماس ډلې ترمنځ د اوربند د ټینګېدو لپاره هڅې کوي.

خو په غزه کې چې جګړه لا سخته شوې، د یوه اوربند د ټینګېدو لپاره د مصر او قطر په منځګړیتوب هڅو تراوسه نتیجه نه‌ده ورکړې.

تراوسه نه‌ده څرګنده چې د اسراییل مذاکراتي پلاوی چېرته استول شوی دی.

خو د اوربند د هڅو سره سره اسراییل په غزه کې د حماس پر وړاندې چې امریکا او اروپایي اتحادیه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، جګړه لا سخته کړې ده.