د هند صدراعظم د روانې جولای میاشتې په اتمه او نهمه روسیې ته سفر کوي

هند صدراعظم نریندرا مودي

کریملین نن وویل چې د هند صدراعظم نریندرا مودي به د جولای په اتمه او نهمه روسیې ته سفر وکړي او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به وګوري.

د مودي د سفر خبر لومړی ځل تېره میاشت روسي چارواکو ورکړ، خو دقیقه نېټه یې نه وه ښودلې.

روسیه د سړې جګړې له کلونو څخه له هند سره پیاوړي اړیکي پاليو خو له نوې ډیلي سره د مهم اقتصادي شریک په توګه د اړیکو اهمیت وروسته له هغه لا زیات شو چې مسکو په ۲۰۲۲م کال کې پر اوکراین یرغل وکړ.

د مودي په مشرۍ هند پر اوکراین د روسيې د یرغل له غندنې ډډه کړې، خو په عین حال کې د دې کړکېچ د سوله‌ییز حل پر اړتیا ټینګار کوي.

مودي وروستی ځل په ۲۰۱۹م کال کې روسیې ته سفر کړی و.