د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکوي.
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو (د چنګاښ - سرطان ۱۵ او ۱۷) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو له هغې ډلې د کابل او هلمند په حوزو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.
په بیان کې په ځانګړي ډول د پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست او زابل د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې.
په بیان کې د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.