له ایران او پاکستانه په یوه ورځ ۳۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو په لړ کې پرون چهارشنبه هم له دغو هېوادونو څخه ۳۸۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړل شوې.

باختر اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې دی لیکي چې دغو کورنیو ته وړیا سیمکارتونه ویشل شوي او ځینې یې خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

خبر کې راغلي چې دغه شمېر کورنۍ د تورخم، سپین بولدک ، د نیمروز د ورېښمو د پله او د هرات د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته رااړول شوي دي.

د راپورونو له مخې یوازې پاکستان تېرو څو میاشتو کې له پنځو لکو ډېر افغان کډوال چې هلته د اوسېدو اسناد نه لري افغانستان ته رااړولي دي.

ایران هم هلته پر کډوالو کړۍ تنګه کړې او نژدې هره ورځ لسګونه کورنۍ افغانستان ته ډيپورټوي.