ملګري ملتونه: د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د نوښتونو کچه اته برابره زیاته شوې

ارشیف

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د نوښتونو کچه په تېرې یوې لسیزه کې څو برابره زیاته شوې ده.

ملګرو ملتونو نن چهارشنبې د جولای درېیمه اعلان کړی چې په نړۍ کې په تېرو شپږو کلونو کې له مصنوعي ځیرکتیا نه په ګټې اخیستو د نوښتونو کچه اته برابره زیاته شوې چې ډېر مخترع يې د چین څخه دي.

د ملګرو ملتونو د ذهني پنځونې سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، په تېرې یوې لسیزه کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه په ګټو اخیستو څه باندې ۵۴زره نوي اخترعات ثبت شوي دي.

د دې سازمان په خبره، له دې ډلې یوازې ۲۵ سلنه نوښتونه تېر کال ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ذهني پنځونې سازمان مشر داران تانګ وايي، په دې نوښتونو کې د کمپوټر ځیرک پروګرامونه له ویډیو، متن، موسیقۍ او کوډونو څخه نیولی په هر برخه کې په څه ثانیو کې یو څه تولیدولی شي.

د داران په خبره، دا پرمختګونه له ۲۰۱۷م کال را په دې‌خوا اته برابره ډېر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ذهني پنځونې د مصنوعي ځیرکتیا تحلیلګرې کریستوفر هریسون په جنیوا کې خبریالانونو ته وویل، دا ټکنالوژي به په صنعتي پرمختګ، د تولیداتو په مصرف د چټ جي‌بي‌ټي او ګوګل په لا پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د هغې په خبره، دا ټکنالوژي به د هغو مولکلونو په طراحۍ کې هم مرسته وکړي چې د دواګانو په جوړولو کې تر ګټه اخیستل کېږي.

د ملګرو ملتونو دا سازمان وايي، که څه هم ډېر دغه نوښتونه له چین څخه بهر ثبت شوي، خو د ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې څه باندې ۳۸زره دغه نوښتونه له چین ثبت شوي دي.

له چین وروسته، امریکا، جنوبي کوریا، جاپان او ورپسې له هند څخه ډېر نوښتونه ثبت شوي دي.