د هند شمال کې د ټېل ماټېل له کبله د مړو شمېر ۱۲۱ ته پورته شوی

د هند شمال کې د مذهبي مراسمو پر مهال د قربانیانو د لېږد له بهیره یو انځور

د هند په اتر پردېش کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ټېل ماټېل له کبله د مړو شمېر ۱۲۱ ته پورته شوی دی.

د جرمني "ډي‌پي‌اې" خبري اژانس لیکلي، د هند په شمال کې دغو پرونیو مراسمو ته شاوخوا یونیم لک کسان راټول شوي وو او د مراسمو د پای په شېبو کې خلک تر پښو لاندې شوي دي.

د راپورونو له مخې ګڼ شمېر خلک د چټلو اوبو یوې ویالې ته لوېدلي او ګڼو نورو بیا د خلکو تر پښو لاندې سا ورکړې ده.

په مړو شویو کې ګڼ شمېر یې ښځې دي او لږ تر لږه ۷ ماشومان هم په کې شامل دي.

د اتر پردېش د پوهنې وزیر ساندیپ سنګ ویلي، د پېښې په اړه پلټڼې پیل شوي او په خبره یې هر هغه څوک چې ملامت وپېژندل شي، سزا به ورکړل شي.