د سوریې د حکومت د یوې مخالفې سرچینې او د دغه هېواد د شمال لوېدیځو سیمو د اوسېدونکو په وینا، یو شمېر قهرېدلیو خلکو په دغو سیمو کې د ترکیې د پوځ په مرکزونو د تودو او سړو وسلو حملې وکړې.
هغوی په دې غوسه شوي وو چې په وروستیو کې یې پر هېوادوالو په ترکیه کې حملې شوې وې.
د دغو پېښو په غبرګون کې د ترکیې حکومت د دوشنبې په ورځ د سوریې له شمال لوېدیځو سیمو سره د خپل هېواد تر ټولو مهمه سرحدي لار بنده کړه.
په عین حال کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل چې د تېرې شپې په عملیاتو کې یې په ټول هېواد کې ۴۷۴ تنه، چې په سوریهوالو باندې په حملو کې یې لاس درلود، نیولي دي.
د ترکیې په ټولو ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ وروسته له دې د سوریهوالو خلاف تاوتریخوالي پیل شول، چې یو سوریهوال پر یوې ماشومې په جنسي تېري تورن شو.