طالبانو په ارزګان کې ۱۸ کسانو ته سزاوې ورکړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د ارزګان ولایت موقعیت

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په ارزګان ولایت کې یې اتلسو کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړي دي.

د دې محکمې په بیان کې دا اتلس کسان په غلا، لواطت او نامشروع عمل تورن شوي دي.

په بیان کې راغلي چې دغو کسانو ته د ارزګان په ورزشي سټډیوم کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

اکثر دا تورن په څو میاشتو بند محکوم او لږ تر لږه په ۳۹ درو وهل شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه نږدې هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته د سزاوو د ورکولو خبرونه خپروي.

د بشري حقونو فعالان او مدافعین د طالبانو پر قضايي سیستم نیوکې لري او وايي چې تورن کسان مدافع وکیلانو ته له لاسرسي پرته د طالبانو له خوا بندیانېږي او سزاوې ورکول کېږي.