اوکرایني چارواکي وايي، د اوکراین په ختیځ دونتسک سیمه کې د روسیې په هوايي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي.
بل پلو د اوکراین په جنوب خرسون ښار کې هم له لسو ډېر کسان وژل شوي دي.
له دې سره هممهاله د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د اوکراین په مرکزي سیمه کې يې پر یوې هوايي اډې د توغندیو په برید کې ۵ جېټ الوتکې له منځه وړي دي.
د اوکراین د پوځ یو پخواني چارواکي پر میرهورود هوايي اډې برید تایید کړی، خو زیاته کړی ده چې روسیه د الوتکو د له منځه وړلو د ادعا په برخه کې مبالغه کوي.
د دونتسک سیمې لپاره پوځي مشر وادیم فیلاشکین پر ټیلګرام ویلي، څلور کسان پرون په درېیو کلیو کې وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.
بل پلو د خرسون د سیمې پوځي قومندان اولیکسندر پروکودین ویلي، د روسیې په بریدونه کې په دې سیمه کې ۵ کسان وژل شوي دي.
اوکرايني پوځیانو دا جنوبي ښار خرسون د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې بیرته له روسیې ځواکونو ونیوه.