د دوحې غونډه د قطر په شپږ نیمې بجې پیلیږي

د دوحې د پخوانۍ غونډې سالون

ټاکل شوې چې د دوحې غونډه نن په ځايي وخت د ماښام شپږ نیمې بجې پیل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې ننۍ غونډه به پرانیستونکې وي او سبا به په دوو جلا جلا غونډو کې پر مالي او بانکي برخو، بندیزونو او خصوصي سکتور او د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې او پرمختګ په اړه بحثونه وشي.

مخکې د د دې غونډې کوربنو، د ملګرو ملتونو چارواکو هم ویلي وو چې د غونډې په اجندا کې همدا موضوعات شامل دي.

د دوحې درېیمه ناسته نن داسې مهال پیلېږي چې په دې غونډه کې د ښځو استازو ته د برخې نه ورکولو موضوع په پراخه کچه له غبرګونونو سره مخامخ ده، پرون په دې تړاو په افغانستان او د نړۍ په څو هیوادونو کې اعتراضیه غونډې وشوي چې ویل کېږي نن به هم دوام ولري.

خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي سیاسي مرستیاله روزمري ډیکارلو به د افغان ښځو له فعالانو او استازو سره د جولای په دوهمه نېټه جلا ناسته وکړي.