ایران: که اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د مقاومت په ټولو جبهو د هغې مقابله وکړي

د اسراییل په سرحدي سیمو کې حزب الله ډلې د راکټي بریدونو یو انځور

ایران خبرداری ورکړ، که چېرې اسراییل پر لبنان حمله وکړي، ایران به د "مقاومت په ټولو جبهو" د هغې مقابله وکړي.

دا له ایران او د ایران له سیمه‌ییزو متحدانو جوړه شوې ډله ده.

په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت نننۍ څرګندونې داسې وخت کړي چې د اسراییل او د لبنان د ایران پلوه حزب الله ډلې په ګډون د یوې پراخې جګړې په باب وېره پیدا شوې ده.

له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې اسراییل او حزب اله ډله نږدې هره ورځ ډزې تبادله کوي.

په همدې حال کې د اسراییل پوځ ویلي چې د لبنان د عملیاتو په اړه پلانونه تصویب او تایید شوي دي.

په ځواب کې حزب الله ډلې ویلي چې د بشپړې شخړې په صورت کې به یو اسراییلی هم خوندي نه وي.