د ایران په سیستان-بلوچستان کې د رایو صندوقونو په لېږد بوخت دوه پوځیان وژل شوي

د ایران د ټاکنو له بهیره یو انځور

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې په سیستان-بلوچستان ولایت کې دوه پوځیان چې د رایو د صندوقونو په لېږد بوخت وو، وژل شوي دي.

د ایران دولتي راډیو تلوېزیون نن سهار راپور ورکړی چې یوې سرچینې ویلي، دغه دوه پوځیان په جکیګور سیمه کې د وسله‌والو کسانو په حمله کې وژل شوي دي.

په ایران کې پرون د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، خو د شمېرل شویو رایو له مخې یوه کاندید هم اکثریت نه دی ګټلي او راروانه جمعه د دوو مخکښو کاندیانو مسعود پزشکیان او سعید جلیلي ترمنځ بیاځلي ټاکنې کېږي.