په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته لاړې

د پرونیو ټاکنو د شمېرل شویو رایو له مخې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه ۴۱۵زره ۱۹۱ رایې ګټلي، تر هغه وروسته بل کاندید سعید جلیلي ۹ میلیونه ۴۷۳زره ۲۹۸ رایې خپلې کړي.

په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې ځکه یو کاندید ته هم پنځوس فیصده رایې نه دي ګټلي.

د پرونیو ټاکنو د شمېرل شویو رایو له مخې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ۱۰ میلیونه ۴۱۵زره ۱۹۱ رایې ګټلي، تر هغه وروسته بل کاندید سعید جلیلي ۹ میلیونه ۴۷۳زره ۲۹۸ رایې خپلې کړي، تر دوی وروسته محمد باقر قالیباف څه باندې ۳ میلیونه او بل کاندید مصطفی پور محمدي څه باندې ۲۰۰زره رایې ګټلې دي.

تسنیم خبري اژانس چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره نږدې اړیکې لري، راپور ورکړی و چې په پرونیو ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون ته په پام ښايي دغه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.

د ایران د قوانینو له مخې که کوم کاندید لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایې نه وي ګټلي، د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به بله جمعه بیا ټاکنې کېږي.

د ایران ۶۱ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او خلک له ۱۸ کلنۍ رایه ورکولی شي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول او دا ټاکني د رئیسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره کېږي.