پر افغان ښځو او نجونو د لګولو شویو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وشوه

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې څنډه

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي او د هغو نړیوالو کنوانسیونونو مطابق عمل وکړي چې افغانستان یې غړی دی.

دغې کمېټې دغه څرګندونې د دوحې د درېیمې غونډې په مناسبت پرون په یوه اعلامیه کې کړې دي.

د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړلو لپاره د ملګرو ملتونو کمېټې ویلي، دا چې د افغان ښځو د حقونو موضوع د نړۍ په سطحه له تر ټولو جدي بحرانونو ګڼل کېږي، دغه ښځې باید د دوحې د درېیمې غونډې په څېر جلسو کې فعال او معناداره حضور ولري.

د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې درېیمه غونډه د ښځو له حضور پرته سبا او بل سبا جوړېږي چې د طالبانو د چارواکي تر څنګ د څه باندې ۲۵ هېوادونو استازي په کې جرګه کېږي.