د اروپايي ټولنې یوه چارواکي له پاکستانه د افغان کډوالو د ډله ییز جبري اخراج د لړۍ د درېدو غوښتنه وکړه.
د منځني ختیځ، جنوبي، لوېدیځې او مرکزي اسیا لپاره د اروپايي کمېسیون مشر آنډریاس پاپاکونستانتینو پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې یې له پاکستان څخه په جبري ډول له ایستل شویو افغان کډوالو سره کتلي دي.
هغه ویلي، اروپايي ټولنه د ناروې د کډوالۍ شورا په همکارۍ دغو راستنېدونکو ته اساسي مرستې برابروي.
له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی، ورسره له ایرانه هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.