په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې د ترسره شویو ټاکنو د رایو شمېرنه روانه ده

په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو د رایو شمېرلو له بهیره یو انځور

په ایران کې د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو چې پرون ترسره شوې د رایو شمېرل روان دي.

د لومړنیو نتایجو له مخې اصلاح غوښتونکی کاندید مسعود پزشکیان او بل کاندید سعید جلیلي تر نورو مخکې دي.

د دغو شمېرو له مخې مسعود پزشکیان تر اوسه ۸ ملیونه او ۳۰۲زره او ۵۷۷ رایې ګټلي او سعید جلیلي هم ۷ میلیونه، ۱۸۹زره او ۷۵۶ رایې خپلې کړي او په دویم کتار کې راغلی دی.

تر دوی وروسته محمد باقر قالیباف او مصطفی پور محمدي راغلي دي.

تسنیم خبري اژانس چې د ایران له سپاه پاسداران ځواک سره نږدې اړیکې لري، راپور ورکړی چې په پرونیو ټاکنو کې د خلکو لږ ګډون ته په پام ښايي دغه ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.

که کوم کاندید لږ تر لږه ۵۰ فیصده رایې نه وي ګټلي، د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ به بله جمعه بیا ټاکنې کېږي.

د ایران ۶۱ میلیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر دي او خلک له ۱۸ کلنۍ رایه ورکولی شي.

د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځینې نور چارواکي د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړه شول او دا ټاکني د رئیسي د ځایناستي د ټاکلو لپاره کېږي.