مککال په افغانستان کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو وژنې په تړاو د بایډن څرګندونو ته غبرګون وښود

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوريپال مشر مایکل مککال

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې جمهوريپال مشر مایکل مککال د امریکا د ولسمشر جوبایډن هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې یې له خپل احتمالي سیال ډونالډ ټرمپ سره د وړمې ورځې په تلوېزیونې مناظره کې په روانه لسیزه کې د امریکا پوځ ته د تلفاتو نه رسېدو په اړه کړې دي.

په هغه بیان کې چې د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په ویبپاڼه کې پرون جمعه خپور شوی، مککال د استازیو جرګې غونډې ته د هغو دیارلسو امریکایي سرتېرو یادونه کړې او د هغوی د قربانیو درناوی کړی چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په ۲۶مه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په بهیر کې د کابل په هوایي ډګر کې په یوه ځانوژونکي برید کې ووژل شول.

په دغه برید کې چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې اخیستی، له ۱۷۰ زیات افغانان چې ډېری یې ملکیان و، ووژل شول.

مککال وویل، د ولسمشر بایډن دا خبره چې د ده تر مشرتابه لاندې روانه لسیزه کې د امریکا د پوځ هېڅ یو پرسونل نه‌دی وژل شوی، دروغ ده او بایډن ته په اشاره یې وویل چې په یوه ورځ کې د دغو ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل کېدل، په دې لسیزه کې د متحدو ایالتونو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

د هغه په خبره دا به د نسلونو لپاره د امریکا او د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ داغ پاتې شي.

پر ډیموکراټ ولسمشر جوبایډن د جمهوریپالو د ګوند دغه لوړپوړی مشردغه انتقاد داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د روان میلادي کال د نومبر په پنځمه د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي او د دواړو ګوندونوغړي هڅې کوي چې په عام محضرکې د یوبل په تورنولو سره د خپل ګوند موقف پیاوړی کړي.