د پاکستان ولسي جرګې د دې هېواد اتتخاباتو په تړاو د امریکا د کانګرس پرېکړه‌لیک وغانده

د پاکستان د ولسي جرګې د عمومي غونډې انځور

د پاکستان د پارلمان ولسي جرګې پرون جمعه د امریکا د کانګرس هغه پرېکړه‌لیک وغانده چې روانه اوونۍ یې د پاکستان په ترسره شویو پارلماني انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د ادعاوو په اړه د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.

د ولسي جرګې د پرېکړه‌لیک مسوده چې په دې جرګه کې د واکمن ګوند د غړې شائسته ملک له‌خوا وړاندې شوی وه، د پخواني صدراعظم عمران خان د ګوند د وکیلانو له اعتراضونو سره سره تصویب شوه.

د عمران خان ګوند پلویانو ادعا کړې چې د فبرورۍ د اتمې په پارلماني ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده.

مېرمن ملک په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل چې د متحده ایالاتو د چهارشنبې د ورځې تصویب شوی پرېکړه‌لیک د دې په وینا، په بشپړ ډول له حقایقو سره په تضاد کې دی.

هغې وويل، پاکستان به په خپلو کورنيو چارو کې دا ډول لاسوهنه ونه زغمي.

تر دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم د امریکا د استازیو جرګې پر دغه پرېکړه‌لیک انتقاد کړی او ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات حق نه لري چې د پاکستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

دغه انتخابات چې په نتیجه کې یې هېڅ یو ګوند ونه توانېد چې په یوازې توګه اکثریت ترلاسه کړي، له تاوتریخوالي، د ټیلیفوني او نورو ټولنیزو شبکو د بندېدو او د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د ګوند له‌‌خوا د درغلیو له ادعاوو سره مله وه.

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون دغه ادعاوې رد کړي دي.