طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د دفاع وزارت

د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزیر پر وروستیو څرګندونو عکس العمل وښود.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت پرون ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې ناسنجیده عمل دی.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي: "د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده چې چا ته اجازه ورنه کړي چې په دې حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرګندونې وکړي."

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ ویلي، که پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې پر پاکستان حمله وکړي، دوی به په افغانستان کې دننه د دوی پر پټنځایونو برید وکړي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي: "هر چا چې په هره بهانه د افغانستان پر حریم تجاوز وکړ د عواقبو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي."

په تېرو څه کم درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان په خاوره کې دننه ځینې اهداف ویشتلي، خو طالبانو یې پر وړاندې سوړ عکس العمل ښودلی دی.