د بریتانیا پولیسو د اقلیمي فعالانو ۲۷ غړي نیولي

ارشیف: په بریتانیا کې د اقلیمي فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د بریتانیا پولیسو پرون خبر ورکړی چې د "یوازې تېل بند کړئ" ډلې د اقلیمي فعالانو ۲۷ غړي یې نیولي دي.

دغه کسان په دې شک نیول شوي چې ښايي په راروانو میاشتو کې د هوايي ډګرونو فعالیت ټکنی کړي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، پولیسو په ملي سطحه د عملیاتو په لړ کې چټک اقدام وکړ.

د پولیسو په وینا، د اقلیم دغه ۲۷ فعالان د ملي بنسټونو د چارو د ګډوډۍ په شک نیول شوي دي.

د "یوازې تېل بند کړئ" په نوم د فعالانو ډله د بریتانیا له حکومته غواړي چې د تېلو او ګازو ټول نوي اکتشافات بند کړي او ویلي یې دي، تر هغو چې حکومت داسې اقدام نه وي کړي، دوی به له خپلو مبارزو لاس وانخلي.