د پاکستان دفاع وزیر: ښایي ځواکونه مو د افغانستان د خاورې دننه پوځي عملیات وکړي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف

د پاکستان دفاع وزیر وایي چې ښایي ځواکونه یې د افغانستان د خاورې دننه پوځي عملیات وکړي.

خواجه اصف له امریکا غږ اردو سره په مرکه کې چې نن خپره شوه، ویلي، که په عزم استحکام عملیاتو کې ضرورت پېښ شو، د پولې پورې غاړه به په افغانستان کې هم د تحریک طالبان پاکستان ډلې پر ضد عملیات وشي.

پاکستان د جون په ۲۲مه د عزم استحکام په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

ټاکل شوې چې پاکستاني پوځيان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې دغه عملیات پيل کړي.

د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو، تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعیت علمای‌اسلام د عزم استحکام له عملیاتو سره مخالفت څرګند کړی دی.

په کابل کې واکمنو طالبانو تر اوسه د خواجه اصف د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

پاکستاني جنګي الوتکو د مارچ په میاشت کې په خوست او پکتیکا کې بمبارۍ وکړې چې هغه وخت طالبانو دا حملې وغندلې او ویې ویل چې شپږ تنه ملکیان په پکتیکا او دوه تنه په خوست کې د دغو بریدونو له امله وژل شوې دي.