بینېټ د دوحې غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځو او مدني ټولنې د غړیو په ګډون ټینګار کړی دی.

بینېټ په نیویارک ټایمز کې په خپره کړې مقاله کې چې نن خپره شوه، لیکلي چې د افغان ښځو، نجونو او مدني ټولنې د غړیو اغېزمن ګډون د دوحې په غونډه کې په‌کار دی.

د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د یکشنبې په ورځ پيلېږي چې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او نړیوالو موسسو استازي په‌کې برخه اخلي.

طالبان هم په دې غونډه کې ګډون کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا ویلي چې د افغان ښځو او مدني ټولنو استازې به د دوحې تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته د سې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه کې په یوې بلې غونډه کې ګډون وکړي.