د اروپا د فوټبال د اتلولیو دوهم پړاو لوبې سبا پيلېږي.
لومړۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام اته نیمې بجې د سویس او ایټالیا ترمنځ ده، دوهمه لوبه د کابل په وخت د شپې په یولس نیمې بجې د کوربه جرمني او ډنمارک ترمنځ پيلېږي.
دوهم پړاو ته ۱۶ لوبډلې وتلي دي.
دا لوبې د ۲۴ هېوادونو د ملي ټیمونو ترمنځ د جون په ۱۴مه په جرمني کې پیل شوې چې د جولای په ۱۴مه به یې پایلوبه ترسره شي.
د یوې وړاندوینې له مخې چې د بيبيسي سپورټ ویبپاڼې خپره کړې، اسپانیا ۲۷ فیصده چانس لري چې د اروپایي لوبو اتله شي، ورپسې هالنډ ۲۵ فیصده او په هغه پسې انګلستان ۲۲ فیصده د اتلولۍ د خپلولو وړ بلل شوی دی.