شل اوریز نړیوال جام؛ هندوستان هم پایلوبې ته لار پیدا کړه

د هند له لوبې یو انځور

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په دویمې نیمه پایلوبې کې هندوستان د انګلستان په ماتولو سره پایلوبې ته لار پيدا کړه.

د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۷مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د هندوستان او انګلستان ترمنځ پیل شوې سیالي د ۶۸ منډو په توپیر هندۍ لوبډلې وګټله.

د یادې سیالۍ پچه انګلستان ګټلې وه او توپ اچونه یې انتخاب کړې وه، هندۍ لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته د ۱۷۲ منډو هدف وټاکه.

د یادې لوبډلې په ګټه لوبډلمشر روحیت شرما ۵۷ او سوریا کومار یادو ۴۷ منډې وکړې.

انګلستان ته بیا په توپ اچونه کې کریس جورډن ۳ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان د هدف په تعقیب خپل ټول لوبغاړي په ۱۶.۴ اورونو کې له لاسه ورکړل او ۱۰۳ منډې یې وکړې.

هند ته په توپ اچونه کې کولديپ یادو او اکشر پټیل درې ـ درې لوبغاړي وسوځول.

د روان شل اوریز نړیوال جام لومړنۍ نیمه پایلوبه د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ ترسره شوې وه چې سویلي افریقا ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې پایلوبه د جون میاشتې په ۲۹مه نېټه د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې د هندوستان او سویلي افریقا ترمنځ پیل شي.