نن په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات دي.
دا وارمخکې انتخابات وروسته له دې کېږي چې د دغه هېواد مخکینی ولسمشر ابراهیم ريیسي په یوه هوايي پېښه کې مړ شو.
د چارو ځینې کتونکی وايي، په ایران کې هر هغه څوک واک ته رسېږي چې د دغه هېواد مذهبي مشر علي خامنهيي یې غواړي، خو ځینې وايي چې د ایران د اسلامي جمهوري نظام په منځ کې نرم دریځي او لا سختدریځي شته.
عصمت څاروان په دې اړه د ایران د چارو له نظر خاوند ډاکتر عیسي ستانکزي سره مرکه کړې او لومړی یې ورڅخه پوښتلي چې څه فکر کوي چې ایرانیان څومره لېوال دي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5