د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی په دوحه کې د دې هېواد استازیتوب کوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی

پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی به د دوحې په کنفرانس کې د دغه هېواد استازیتوب وکړي.

ډیپلوماتیکو سرچینو پرون د پنجشنبې جیو نیوز تلوېزیون ته وویل، پاکستان پرېکړه کړې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د دوحې په درېیم کنفرانس کې ګډون وکړي.

د دې میاشتې په پیل کې، طالب چارواکو هم د دوحې د خبرو په درییم پړاو کې، چې ټاکل شوې د جون په ۳۰مه پیل شي، خپل ګډون تایید کړ.

سرچينې زياته کړې چې په دې خبرو کې به د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړى استازى اصف درانى او په بهرنيو چارو وزارت کې د لوېديځې اسيا لپاره د بهرنيو چارو وزارت مرستيال احمد نسيم وړایچ د پاکستان استازيتوب وکړي.