د طالبانو په کنټرول کې د کندهار ولایت د سرپوزې زندان چارواکي وايي، هغه درې بندیان يې نیولي چې غوښتل يې له دې زندانه وتښتي.
دې زندان نن د جون۲۷مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له دې بندیانونو څېړنې روانې دي.
د راپورونو پر بنسټ، دا کسان د قلمي وسلو او نشهيي مواد د لېږد په تور زنداني شوي دي.
د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره دا لومړی ځل دی چې له یوه زندانه د تېښتې هڅه کېږي.