"مارک روتې" د ناټو د نوي سر منشي په توګه نومول شوی

د ناټو سازمان نوی نومول شوی سرمنشي مارک روتې

ناټو نن چهارشنبه "مارک روتې" چې د هالنډ له صدر اعظمۍ څخه لرې کېږي، د خپل نوي سر منشي په توګه نومولی دی.

د روتې د ټاکل کېدو پرېکړه په بروکسل کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د سفیرانو په غونډه کې وشوه.

اسوشېټېډپرېس لیکلي چې روتې به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ناټو د اوسني منشي ینس سټولټڼبرګ ځای ناستی شي.

سټولټڼبرګ څه باندې یوه لسیزه پر دې پوست پاته شوی دی.

ناټو چې د نړۍ لوی امنیتي سازمان دی په داسې حساس وخت کې نوی سرمنشي ټاکي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده.

ناټو په دغې جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي او غړي هېوادونه یې اوکراین ته پوځي مرستې هم لېږي.