امیري د افغانستان د راتلونکي په تړاو بحثونو کې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د دغه هېواد د راتلونکې په اړه بحثونو کې د ښځو له ګډون پرته د سولې، امنیت او تلپاتې افغانستان حل لارې نه شته.

هغې دا خبره پرون سه شنبه د جون ۲۵مه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلې ده.

مېرمن امیري په ډیپلوماسۍ کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په تاریخ کې د افغان ښځو د ونډې یادونه کړې ده.

د جون ۲۴مه، په ډيپلوماسۍ کې د ښځو نړیواله ورځ نمانځل کېږي.

رینا امیري دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې افغان مېرمنې د دوحې د راتلونکې غونډې له اصلي بحثونو څخه منع شوې دي.

د دوحې درېیمه غونډه د جون په دیرشمه یا راتلونکې یکشنبه پیلېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوی یو پلاوی چې مشري به یې د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد کوي، د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.