روسیې د اماراتو په منځګړتوب له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي

ارشیف: یو تبادله شوی زنداني

روسیې پرون اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب یې له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د خبرواترو په نتیجه کې نوي تنه روسي سرتېري چې اسیران شوي وو، هېواد ته ستانه شوي او په بدل کې یې نوي اوکرایني سرتېري مقابل لوري ته سپارل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم پر خپله ټلګرام پاڼه دا خبره تایید کړې ده.

د زیلینسکي د دفتر رییس اندرې ییرماک وايي چې په هغو اوکرایني اسیرانو کې چې روسیې ورسپارلي، هغه سرتېري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په ماریوپول ښار کې د آزوف سټال فابریکې دفاع کوله او یو شمېر نور چې روسي پوځیانو د چیرنوبیل پر اټومي بټۍ د ولکې له ټینګولو وروسته اسیران کړي وو، شامل دي.