د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی تر شاوخوا ۴۰ ورځو وروسته له بهرنیو سفرونو بېرته کابل ته ستون شوی دی.
د کرزي یوه مشاور او نږدې همکار شهزاده مسعود ازادي راډیو ته تایید کړه چې کرزی سه شنبه ناوخته له امریکا متحده ایالتونو کابل ته ورسېد.
کرزی د ثوریا غويي په وروستیو کې د سترګو د عملیات لپاره جرمني ته تللی و او تر هغه وروسته یې د خپل ورور د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا متحده ایالتونو ته هم سفر وکړ.
هغه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسېږي.
دی د طالبانو د حکومت لهخوا څو ځله له بهرنیو سفرونو راګرځول شوی او شاوخوا یو کال یې بهر ته د تلو اجازه نه درلوده.
کرزي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یو وار مخکې هم د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ یا قوس میاشت کې جرمني او ترکیې ته سفرونه کړي او له یو شمېر سیاستوالو سره یې لیدلي وو.