د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې د یوه ځوان د شکنجې په تور شپږ کسان نیول شوي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع سه شنبه مازیګر په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د څلورو نورو شکمنو د نیولو لپاره هم د دوی پولیس هڅې کوي.
عبدالمتین قانع د دغه کس د شکنجې پېښه یوه شخصي او ټولنیزه دښمني بللې، خو ویلي یې دي چې دا ډول بېرحمانه شکنجه په هېڅ صورت د توجیه وړ نه ده او له عاملینو سره یې جدي چلند کېږي.
په خواله رسنیو کې د یوه ځوان څو ټکان ورکوونکي بربنډ عکسونه خپاره شوي چې د ادعاوو له مخې د طالبانو محلي ځواکونو له یوې نجلۍ سره د ټيلیفوني اړیکو په تور په بېرحمۍ شکنجه کړی او لاسونه یې ورتړلي دي.