پر غزې د اسراییلو د بمباریو دوام؛ ۱۳ کسان وژل شوي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

که څه هم د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې په غزه کې د درنو جګړو پړاو تېر شوی، خو د اسراییلو پوځ نن بیا په دې تړانګه کې بمباریو ته دوام ورکړ.

په غزه کې پر دوو ښوونځیو او یوه کور د اسراییلي پوځ د بمباریو په نتیجه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن له اسراییلو غوښتي چې د لبنان سرحد ته د دې کړکېچ له پراخولو ډډه وکړي.

اسراییلو ویلي چې په پام کې لري له غزې سره د لبنان سرحد ته یو شمېر نور سرتېري واستوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانت ته ټینګار وکړ چې دا جګړه دې پراخېدو ته نه پرېږدي.