طالبانو د ګرځنده مبایل ټيلیفونونو د ثبت پروسه پيل کړې

ارشیف: په کابل کې یو طالب وسله وال د مبایل ټیلیفون د استعمال پر مهال

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ګرځنده مبایل ټيلیفونونو د ثبت پروسه یې پيل کړې ده.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکسپاڼه پرون په یوه بیان کې لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت د خلکو د شخصي ټیلیفونو د خوندیتوب لپاره دا کار کړی دی.

هغه ویلي، دا پروسه په ډېره منظمه او پرمختللې الکترونیکي بڼه مخته ځي او فورمې یې هم توزیع شوي.

هغه ویلي، تر دې دمه د دې پروسې له لارې څه باندې ۷۰۰ غلا شوي ټیلیفونونه بېرته پيدا او خپلو اصلي مالکینو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو امنیتي چارواکو داسې وخت د مبایلونو د ثبت لپاره خلک هڅولي چې پخوا ګڼو خلکو د مبایلونو له غلاوو ډېر شکایت درلود.