په جنوبي کوریا کې ۲۲ کسان د لیتیوم بطریو په یوه فابریکه کې تر چاودنې وروسته په اور کې مړه شوي.
د اور وژنې مسوولانو ویلي، اور وروسته له هغه بل شو چې په یوه ډیپو کې چې شاوخوا ۳۵زره بطرۍ پهکې وې څو کتار بطرۍ وچاودېدې.
تر اوسه نه ده معلوم چې بطرۍ ولې او څنګه وچاودېدې.
د اور وژنې ځایي چارواکي کېمجین یونګ خبریالانو ته وویل چې د شرکت د چارواکو د معلوماتو په حواله په مړو کې ۱۸ چینايي کارګران شامل دي.
د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول د پېښې ځای ته ورغلی او چارواکو د پېښې په اړه معلومات ورکړي.