نړیوال جام؛ سویلي افریقا او انګلستان نیمه پایلوبې ته ورسېدل

د ویسټ اینډیز او سویلي افریقا له لوبې یو انځور

د کرکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې د اتو غوره لوبډلو د پړاو په دویم ګروپ کې سویلي افریقا د کوربه ویسټ اینډیز په ماتولو سره په نیمه پایلوبه کې خپل ځای پوښ کړ.

د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۴مه نېټه سویلي افریقا او ویسټ اینډیز سیالي ترسره کړه چې یاده سیالي د ۳ وېکټو په توپیر سویلي افریقا وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

دا د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې د سویلي افریقا درېیمه بریا وه.

دغه راز انګلستان بیا تر دوو بریاوو وروسته د دویمې لوبډلې په توګه نیمه پایلوبې ته ورسېده.

په دې ګروپ کې کوربه ویسټ اینډیز او امریکا نیمه پایلوبې ته له رسېدو پاتې شول.

ټاکل شوې چې نن له اول ګروپ څخه د هندوستان او اسټرالیا ترمنځ مهمه سیالي ترسره شي.

دغه سیالي چې نن د کابل پر وخت ماښام ۷:۰۰ بجې پیلېږي که یې هندوستان وګټي، نو نېغ په نېغه به نیمه پایلوبې ته لاړه شي او که اسټرالیا وګټله بیا به د افغانستان او بنګله‌دېش تر سیالۍ وروسته څرګندېږي چې له دې ګروپ څخه کومې دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېږي.

د اتو غوره لوبډلو د پړاو وروستۍ سیالي به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ سبا سه شنبه د کابل پر وخت سهار ۵:۰۰ بجې پیل شي.

د ویلو ده چې د نیمه پایلوبې پړاو د جون په ۲۷مه نېټه پيلېږي او پایلوبه به د جون په ۲۹مه نېټه وي.